د افغاني سرې میاشتې ټولنه: لس میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري نن د اکتوبر۱۶مه د خوړو نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ نړۍ کې پر داسې مهال نمانځل کېږي چې افغانستان کې میلیونونه کسان له سختې لوږې او بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.