پر لبنان د اسراییلو د بریدونو دوام؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیروت ته تللی

که څه هم پر لبنان د اسراییلو بریدونه لا هم روان دي او ایران د تېرې سه‌شنبې په شپه شاوخوا ۲۰۰ توغندي پر اسراییلو ور وتوغول، خو د ایران د بهرنیو چار وزیر سیدعباس عراقچي بیروت ته تللی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې عراقچي نن (د تلې ۱۳مه، جمعه) د لبنان له چارواکو سره د خبرواترو په موخه د دغه هېواد پلازمېنې بیروت ته تللی دی.