د ولسي جرګې ځینې غړي: حکومت د وکیلانو ترمنځ درز اچوي یوشمېر وکیلانو نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پر حکومتي چارواکو نیوکې وکړې او هغوی یې پر بېمسوولیتۍ او د وکیلانو ترمنځ پر درز اچولو تورن کړل.