پکتیا کې د اقتصادي ستونزو له امله یوې خصوصي راډیو فعالیت پريښی په پکتیا کې ولایت کې د «پکتیا غږ» په نوم د یوې محلي راډيو مسوولان وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې خپل نشرات درولي دي. دغې راډیو له تېرو ۱۷ کالو څخه په دغه ولایت کې فعالیت کاوه.