پکتیا کې سېلاب ځپلې کورنۍ د مرستو نه ورسېدو له امله شکایت کوي له شاوخوا دوه اوونیو راپدېخوا د پکتیا مرکز ګردېز په ګډون په زرمت، احمدابا، سیدکرم او ځینې نورو ولسوالیو کې د سختو سېلابونو او ږلۍ له امله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.