نړۍ کې په لومړي ځل د کډوالو شمېر له سل میلیونه واوښت د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي ویلي، په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د جګړو، تاوتریخوالي، د بشري حقونو نقص او ځورونې له امله د کډوالو شمېر، له سل میلیونه اوښتی دی.