د پاکستان د بريدونو پر وړاندې د ا.ا غبرګون؛ مجاهد: د افغانانو زغم مه ازمايئ اسلامي امارت په خوست او کنړ ولایتونو کې پر ملکيانو د پاکستاني پوځیانو بریدونه چې له امله یې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپیان شوي، په کلکه وغندل.