عبدالله: جوماتونو ته د ښوونځي د لومړنيو ټولګيو لېږد بشپړه ناسمه پرېکړه ده
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس عبدالله د ښونځیو په اړه د پوهنې وزارت پر وروستۍ پرېکړې نیوکه کوي او وايي، دا د هېواد راتلونکي ته په زیان ده. نوموړي وويل، جوماتونو ته د ښوونځي د لومړنيو ټولګيو لېږد بشپړه ناسمه پرېکړه ده.
عبدالله عبدالله چې نن یې په کابل کې د سولې، رسنۍ او مدني ټولنو په نوم یوه غونډه کې وينا کوله وويل، د پوهنې وزارت له پرېکړې د رسنيو له لوري خبر شوی او له اورېدو يې تر اوسه حيران دی.