فاریاب کې حکومتي پلاوی: که واټونو ته راووځئ، وبه ځپل شئ
په پلخ ولایت کې د اسلامي امارت قوماندان مخدوم محمد عالم د نیولکېدو په تړاو د فاریاب ولایت د اوسېدونکو له دوه ورځني لاریون او اعتراض وروسته، د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست، د هېواد په شمال کې د الفتح قول اردو د قوماندان او د جوزجان ولایت د والي او مسوولانو په ګډون د حکومت یو لوړپوړي پلاوي فاریاب ولایت ته سفر کړی چې په دغه ولایت کې رامنځته شوې ستونزې وڅېړي.