ناټو په افغانستان کې د خپل حضور پر ارزښت ټینګار وکړ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د پارلماني مجمع په شپږشپېتمه کلنۍ غونډه کې وویل، ناټو په افغانستان کې د امریکا له لوري د ځوکونو کموالي په اړه له اعلان سره سره په دغه هېواد کې خپل حضور ته دوام ورکوي.