اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د ملکیتونو د ساتنې اړوند رپوټ رد کړ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د رویټرز خبري اژانس هغه راپور رد کړ چې ویلي و، ملګري ملتونه د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته د دوی د تاسیساتو او کارکوونکو د امنیت ساتلو لپاره د ۶میلیونه ډالرو د ورکړې وړاندیز کړی دی.