« له وخته مخکې ده چې د ملګرو ملتونو له تور نوملړه دې د طالب مشرانو نومونه لرې شي»
د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاټروشيوف وايي، تر هغه چې د سولې په خبرو کې مشخصه پايله ترلاسه نهشي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو ايستل له وخته مخکې ده.
بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه موضوع د روسیې د امنیت شورا منشي په مسکو کې له محمدحنیف اتمر سره په ليدنه کې مطرح کړې ده.