د بامیان د پاسپورټ مدیر د اداري فساد په تور ونیول شو په بامیان کې محلي سرچینو سلاموطندار ته وويل چې د دغه ولايت د پاسپورټ مدیر مولوي عتيقالله د اداري فساد او له دندې څخه د ناوړه استفادې په تور نيول شوى دى.