پوتین: روسيه په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو حضور غواړي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور دوام د سیمې د امنیت لپاره ګټور دی. پوتين دغه څرګندونې تېره ورځ د روسيې له «يک ټلويزوني شبکې» سره کړې دي.