کرزى: افغانان تراوسه تلپاتې سولې او ثبات ته نه دي رسېدلي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې په کابل کې د ایران له صدا او سیما خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت په راتګ سره لاهم په هېواد کې افغانان تلپاتې سولې او ثبات ته نه دي رسېدلي.