ضمیر کابلوف: کابل کې مو د سفارت امنیتي تدابیر زیات شوي وروسته له هغې چې تېره اوونۍ کابل کې د یوه ځانمرګي برید پرمهال د روسیې دوه ډيپلوماټان ووژل شول، د دغه هېواد چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې یې د سفارت د امنیت ټینګښت لپاره تدابیر زیات شوي دي.