د بهرنیانو له وتو سره هممهاله یوشمېر خبریالان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سیاسي هوکړې دوه کاله تېرېږي او له امریکا سره د سولې خبرواترو پرمخ بېولو لپاره د طالبانو یو شرط دا و چې امریکایي ځواکونه به په بشپړه توګه له افغانستان څخه وځي.