د غور په محکمو کې د قضیو هواري لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې
هره ورځ د غور او د یاد ولایت له ګاونډیو ولایتونو څخه ګڼشمېر کسان د خپلو حقوقي او جنایي قضیو د هواري لپاره د دغه ولایت محکمو ته مراجعه کوي. دوی وایي چې د ګڼې ګوڼې له امله، ډېر کله خلک اړ کېږي چې خپل نوبت ته اوونۍ-اوونۍ په تمه شي.
مجما: ۹۳ سلنه خلکو د دولت پر کړنو باور له لاسه ورکړی
د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع یا مجما د ۲۰۱۸ کال په جینوا غونډه کې د حکومت د لاسته راوړنو په اړه خپله نظرپوښتنه خپره کړه.