افغانستان کې اقتصادي ناورین او د بې‌وزلۍ کچه مخ پر لوړېدو ده

له هغې ورځې راهیسې چې طالبانو د هېواد په ۳۳ولایتونو ولکه خپله کړې، د دولتي ادارو سربېره د خصوصي تشبثاتو او د راکړې ورکړې چارې په ټپه ولاړې دي. اقتصادي کارپوهان دغه وضعیت ناورین بولي او وایي، هېواد کې به د بې‌وزلۍ کچه نوره هم پراخه شي.

د ګمرکونو برښنايي سیستم په درېدو سره به د بازار وضعیت همداسې روان وي

که څه هم د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې مخ په لوړېدو دي او د سوند توکو بیې هم لوړې شوي، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، تر هغې چې د ګمرکونو برښنایي سیستم بېرته فعاله نه‌شي، د بازار وضعیت به همداسې ګډوډ وي.