یونیسف: هره ورځ په اندراګاندي روغتون کې د خوارځواکۍ ۸ پېښې ثبتېږي
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا «یونیسف» وايي چې افغانستان کې د بشر ناورین په ژورېدو سره، کابل کې د انډارا ګاندي روغتون هره ورځ پر شدیدې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ۸ پېښې ثبتوي.