د الکټرونيکي پېژندپاڼو پر سر د ارګ او ولسي جرګې تقابل د چارو د ادارې رييس فضلمحمود فضلي د ولسي جرګې له لوري د الکټرونيکي پېژندپاڼو د تعدیل د طرحې د تاييد غبرګون کې ويلي چې د الکټرونيکي پېژندپاڼو په اړه هېڅ تغیر، تعدیل او تعلیق نشته.