د کندوز د اقتاش ولسوالي اوسېدونکو د تخار برښنا پرې کړې
نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د تخار د مرکز تالقان ښار او د دغه ولایت د یوشمېر ناحیو د اوسېدونکو کورونه تیاره دي. د تخار د رسنیو مرکز په دې موده کې د برښنا نه موجودیت له کبله له نشراتو غورځېدلی او ډېری کورنۍ هم په تیاره کې ناستې دي.