د روغتیا وزارت: افغانستان کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي
د عامې روغتیا وزارت مسوولان تاییدوي چې په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر سلام وطندارته وویل چې تېرو دوو اوونیو کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.