شنونکي: غزه کې د اسراییلو چلن به د خپلواک فلسطین د رسمیت پېژندلو لامل شي

درېوو اروپايي هېوادونو داسې مهال فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژنده چې په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ خونړۍ جګړه لا هم روانه ده.
ناروې، ایرلنډ او اسپانیا ګډه پرېکړه وکړه چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني. دا پرېکړه د ترکیې او قطر په ګډون د ځینو هېوادونو له هرکلي سره مخامخ شوه.

ا.ا د ناروې، ایرلنډ او اسپانیې له لوري د فلسطین په رسمیت پېژندلو هرکلی وکړ‎

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ناروې، اسپانیې او ایرلنډ له لوري د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین په رسمیت پېژندلو هرکلی کړی او هغه یې یو مثبت ګام بللی دی.
دغه وزارت نن د غبرګولي څلورمه، د جمعې ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په‌کې لیکل شوي، دغه پرمختګ داسې مهال کېږي چې اسراییلو پر غزې برید سره «د نسل‌وژنې جګړه‌یيز جنایتونه» کوي.