بغلان کې د اسماعیلیانو شورا پر رییس برید؛ څلور ساتونکي وژل شوي او پنځه ټپیان دي

د بغلان د ولایتي شورا غړی سمېع‌الله ناظر وايي، د دغه ولایت د دوشي ولسوالي د «کیله‌ګي ښوونځي» په سیمه کې د ولسي جرګې د پخواني غړي او د اسماعیلیانو د خلکو شورا د عمومي رییس سیدداوود نادري پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې او ورپسې د طالبانو له کمین سره مخ شوی دی.