اسلامي پوهنتون؛ ۵ کاله فعالیت او دوه دورې فراغت؛ خو لا هم جواز نه لري
« عدالت! عدالت! زدهکړیالانو سره جفا، ولس او هېواد سره جفا ده!» دا د اسلامي خصوصي پوهنتون د هغو زدهکړیالانو د عدالت غوښتنې شعارونه دي چې بېبرخلیک پاتې دي او د خپل وخت او پیسو د ضایع کېدو په اړه اندیښمن دي.