د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بلخ لپاره «دوه رییسان ټاکلي»
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دوو جلا جلا مکتوبونو کې دلاور مزاري او شېرشاه هوتک د بلخ د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د رییسانو په توګه ټاکلي دي. اوس مزاري او هوتک دواړه ادعا لري چې د دغې ادارې قانوني رییسان دي.