د هند او سریلانکا په کوربهتوب د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام کې نن سکاټلنډ لوبډلې د ۷۳ منډو په توپیر اېټالیا ته ماته ورکړه.
دغه سیالي چې نن له غرمې مخکې پیل شوه، سکاټلنډ لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۷ منډې جوړې کړې.
د سکاټلنډ لپاره جورج مونزي تر ټولو ډېرې ۸۴ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د اېټالیا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۳۴ منډې وکړې. دوی یوازې ۱۶.۴ اورونه ولوبول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه سیالي د یاد جام له سي ګروپ څخه د هند په کلکتې کې وشوه.
بلخوا د دغه نړیوال جام د نن ورځې دویمه سیالي کې به له بي ګروپ څخه زمبابوې د عمان پر وړاندې سیالي وکړي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوه بجې پیل شي.
دا په روان جام کې د دواړو لوبډلو لومړۍ سیالي ده.