Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د ۲۳ نویو کانونو سروې شوې

480678030_122244852110022860_1825435382631930846_n

میدان‌وردګ کې له کانونو د ساتنې کمېټه وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې د ۲۳ نویو کانونو د موندنې په موخه سروې او څیړنې شوې دي.

د یاد ولایت په مقام کې د کانونو د خوندي ساتنې په موخه جوړې شوې غونډې ته د یادې کمېټې غړي او د کانونو ریاست استازي نعمت‌الله وویل، اوس مهال په میدان‌وردګ کې ۱۷۶ بېلابېلو کانونه شتون لري چې په یوشمېر کانونو یې د استخراج چارې هم پيل شوې دي.

ده وویل، تازه په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې د ۲۳ نویو کانونو سروې شوې او په تیره یوه کال کې د کانونو له درکه شاوخوا لس میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت بودیجې ته جمعه شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د میدان‌وردګ مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ وویل، دغه ولایت کې د کانونو د خوندي ساتنې لپاره د ولایت مقام په مشرۍ، د کانونو، مستوفیت، چاپیریال ساتنې، صنعت او سوداګرۍ ریاست، استخباراتو ریاست او امنیه قومنداني له لوري یوه ګډه کمېټه جوړه شوې او دغه کمېته هره میاشت د کانونو د قانوني استخراج او ساتنې په اړه غونډې او پرېکړې کوي.

حافظ وویل، په ټول توان سره هڅه کوي چې په دغه ولایت کې له شته کانونو په سمه توګه ساتنه وکړي او قانوني استخراج ته یې لاره هواره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام