Asset 1SWN

کندوز کې ځانمرګی برید؛ پنځه کسان وژل شوي او اووه ټپیان دي

6990c0fc-b8ac-430b-bf16-cf28c2df8e1f

کندوز کې امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د شوي ځانمرګي برید له امله پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند جمعه‌الدین خاکسار وړاندې ویلي و، چاودنه نن سهار ۸:۳۵ بجې د کندوز ښار د مرکزي کابل بانک کوڅه کې شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه سلام‌وطندار ته تایید کړه چې برید ځانمرګی دی او له امله یې، پنځه کسان وژل شوي او اووه ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې چې برید کې د بانک ساتونکي هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.

هغه وویل: «تر اوسه د دې پیښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي؛ خو د کندوز امنیه قومنداني استخباراتي ځواکونه، د اړوندو ادارو سره یوځای، هڅه کوي چې د دې پیښې عاملین وپیژني او عدالت ته یې وسپاري.»

کندوز کې چارواکي وايي چې د یاد ځانمرګي برید ټپیان ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تراوسه کوم چا یا ډلې د دغه ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام