سلاموطندار د کار بازار اړتیا ته په کتو د پوهنتونونو تحصیلي نظام په تړاو له ۲۶ زدهکړیالانو سره مرکې کړې دي.
دغه ۲۶ زدهکړیالان چې په بېلابېلو برخو کې پر زدهکړو بوخت دي، ۱۴ زدهکړیالان شکایت کوي چې د پوهنتونونو تحصیلي نصاب نوی نهدی، محدود او د کاربازار اړتیاو سره ورتهوالی نهلري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دوی په وینا، دغه چاره لامل شوې چې تر فراغت وروسته په کاري چاپېریال کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
په دې راپور کې ۱۲ کسان وايي، هغه څه یې چې پوهنتون کې زدهکړي، ترې راضي نهدي. د یادو کسانو له ډلې شپږ یې، د غاښونو طب، درې د قابلګۍ، پنځه د خبریالۍ، درې د اقتصاد، څلور د حقوق، یو د کانونو جیولوژۍ، یو د فارسي ژبې ادبیات، یو د الماني ژبې ادبیات، یو د کرنې او یو هم د ښوونې او روزنې برخه څخه له دولتي او خصوصي پوهنتونونو فارغ شوي دي.
په ورته مهال شپږ هغه کسان چې د غاښونو له طب فارغ شوي، پنځه یې، وايي، هغه څه یې چې پوهنتونونو کې زدهکړي، په کاري چاپېریال کې یې ورته د پام وړ ګټه نهلرله.
یاد زدهکړیالان هېواد کې زوړ او پخوانی تحصیلي نصاب د زدهکوونکو پر وړاندې له جدي ستونزو ګڼي او له لوړو زدهکړو وزارت غواړي چې د پوهنتونونو نصاب نویو کولو ته پام وکړي.
د طب برخې یوشمېر زدهکړیالان وايي، پوهنتون کې زدهکړي، زدهکړې یې، د کار پرمهال د پام وړ ارزښت نهدرلود او یوازې یې تر یوه بریده ورسره مرسته کړې.
سهیلا رازق چې د کابل طبي پوهنتون د غاښونو طب برخې څخه فارغه شوې او اوس د غاښونو ډاکټرې په توګه کار کوي، وآيي: «څه مو چې پوهنتون ویل، کلینیک کې کار سره هېڅ تړاو نه لري؛ څو کلینیکونو ته چې لاړم او هغه څه مې چې لوستي وو، توپیر یې درلود.»
حسینه رسولي هم د کابل طبي پوهنتون د غاښونوطب له برخې فارغه شوې. دا وايي: «څه مې چې باید زدهکړي وای، زده مو نکړل او اوس ستونزو سره مخ یوو؛ ځکه څه مو چې پوهنتون کې زدهکړي وو، لومړني وو او بسنه یې نهکوله، درس او کتابونه باید وراضافه شوي وای.»
په دې راپور کې چې زدهکړیالانو سره مرکې شوي، همداراز پوهنتونونو کې تیوریک نصاب ته د ډېر پام له امله هم شکایت کوي.
امیره احمدي د کابل په یوه روغتون کې قابله ده. دا وايي چې د زدهکړو پرمهال یې، عملي کارونه کم و او پام ورته نهکېده. «پوهنتون کې چې څنګه باید زدهکړې ورکړل شي، نهکېږي، په ځانګړې توګه عملي کارونو برخه کې؛ که څه هم پوهنتون کې د عملي کارونو زمینه برابره وه، خو له بدهمرغه ښه لارښود مو نهدرلود.»
انجینیر شهاب قیام وايي: «هغه څه چې باید زموږ رشته کې زدهکړې ورکړل شوې وای او عملي کار شوی وای، لکه کارېدونکي سافټوېر، له بده مرغه ونهشو. دې برخې ته پام ونهشو.»
یوشمېر نور زدهکړیالان بیا وايي چې هېواد کې تحصیلي نصاب له نړیوالو معیارونو سه برابر نهدی او د زدهکړو ډېره برخه له کلونو راهیسې نوې شوې نهده او پخوانۍ ده.
د ژورنالیزم زدهکړیال مزمل محرابي وايي چې د زوړ تحصلي نصاب له امله اوس د کار برخه کې له ستونزو سره مخ دی. «د پوهنتون درسي مواد پخواني دي او ستونزې شته؛ کوم مهارتونه مو چې باید زدهکړي وای، تدریس نشو؛ د راډیو او ټلوېزیون برخو کې مو چې څه ویلي، پخواني دي او توپیر لري.»
د اقتصاد پوهنځي زدهکړیال ګلشېر وویل: «کتابونه نوي شوي نهدي او دې چارې ستونزې رامنځته کړي؛ کتابونه د کار بازار سره سم نهدي او د شلو کلونو پخوانۍ دي.»
بلخوا د یادو کسانو له ډلې ۱۲ زدهکړیالان وايي چې پوهنتون کې له زدهکړو خوښې دي او کاري چاپېریال کې ورته ګټورې تمامې شوي.
خبریال علي رضا وايي: «کوم مهارتونه مو چې لوستي وو، ګټور وو؛ نظري درسونه وو؛ که د پوهنتون درسونه نهوای، اوس ښايي کار نهوای؛ لنډمهالي خنډونه وو چې حل مې کړل.»
د غاښونو ډاکټره خدیجه مایار وویل: «ډېر ګټور وو او هغه څه مې چې لوستي وو، اوس یې عملي کوم. افغانستان داسې هېواد نهدی چې زدهکړې یې، معیاري وي، خو بیاهم ښې دي.»
د ښوونې برخې زدهکړیالان پر دې باور دي، هغه څه چې پوهنتونونو کې تدرسېږي، تر ډېره تیوري دي چې له امله زدهکړیالان تر فراغت وروسته د کار چاپېریال کې له ستونزو سره مخ کېږي.
د خصوصي پوهنتون ښوونکې پلوشه جلیلي وايي: «له بده مرغه هغه څه چې پوهنتون کې تدریسېږي او یو زدهکړیال د کار پرمهال ورسره مخ کېږي، توپیر لري؛ پوهنتونونو کې تیوري زدهکړې ډېر دي او عملي کارونه نشته.»
هڅه مو وکړه چې دې برخه کې د لوړو زدهکړو وزارت د چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نهشو.
کارپوهان پر دې باور دي چې د پوهنتو تحصیلي نصاب باید نوی او بیاکتنه پرې وشي او د کار بازار ته په کتو باید جوړ شي او دا د زدهکړیالانو له اړتیاو څخه ګڼي.