Asset 1SWN

سلام وطندار

ځوانانو کې د مغزي سکتې زیاتېدل؛ ښځې تر ټولو زیان‌منونکې دي

مغزي سکته

کابل کې له شیخ زاید روغتون او د اعصابو یو شمېر متخصصانو څخه د ترلاسه کړو مالوماتو پر اساس، هېواد کې له ۳۸ کلونو څخه کم‌عمره ځوانانو په ځانګړي ډول ښځو کې د مغزي سکتې کچه په څرګند ډول لوړه شوې.

کابل کې د شیخ زاید تخصصي روغتون د روغتیايي اطلاعاتو د مدیریت سیستم (HMIS) د مالوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې په دغه مرکز کې د مغزي سکتې ۹۰۲۰ پېښې ثبت شوي.

له دې جملې څخه ۱۹۹۴ پېښې چې «نږدې ۲۲ سلنه» کیږي، له ۳۸ کلونو کم‌عمره کسانو پورې اړوندې دي.

دغه شمېر د ۱۴۰۳ کال په پرتله چې په‌کې د ځوانانو ترمنځ ۱۶۱۳ د مغزي سکتې پېښې ثبت شوې وې، شاوخوا ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د شیخ زاید روغتون د روغتیايي اطلاعاتو د مدیریت سیستم مسوول عبدالغیاث مومند سلام‌وطندار ته وايي:

«په ۱۴۰۴ کال کې ۹۰۲۰ کسانو د دماغي سکتې له امله زموږ روغتون ته د درملنې لپاره مراجعه کړې چې له دې ډلې یې ۱۹۹۴ کسانو تر ۳۸ کلونو کم‌عمر درلود، له هغوی څخه ۱۰۴۹ ښځې او ۹۴۵ نور یې نارینه دي.»

مالومات ښيي چې د ځوانو ناروغانو په ډله کې د ښځو کچه لوړه ده.

د ۱۴۰۴ کال له ټولو ۱۹۹۴ ثبت شویو ځوانو ناروغانو څخه ۱۰۴۹ کسان «۵۲.۶ سلنه» ښځې او ۹۴۵ تنه «۴۷.۴ سلنه» نارینه وو.

دغه بهیر په ۱۴۰۳ کال کې هم ورته وو، له ۱۶۱۳ پېښو څخه ۹۰۲ تنه «۵۵.۹ سلنه» ښځې او ۷۱۱ کسان «۴۴.۱ سلنه» نارینه وو.

دا شمېرې ښيي چې په دواړو کلونو کې ځوانې ښځې د هم‌عمره نارینه وو په پرتله د مغزي سکتې له ډېر خطر سره مخ دي.

مغزي سکته هغه ناروغي ده چې د مغزو د رګ بندېدو یا چاودېدو له امله رامنځته کېږي، په دې حالت کې د مغز یوې برخې ته د وینې جریان کمېږي یا درېږي او له امله یې مغزي حجرو ته اکسیجن او غذايي مواد نه‌رسېږي.

د اعصابو او رواني ډاکټران د زړه ناروغۍ، د وینې لوړ غوړ، لوړ فشار، ناسالم ژوند، زیات وزن او کم فزیکي فعالیت د دې ناروغۍ مهم عوامل بولي.

د ډاکټرانو په وینا، فشار «سټرس»، هورموني بدلونونه او د امیندوارۍ د مخنیوي درمل کارول، په ښځو کې د دې ناروغۍ د زیاتېدو مهم لاملونه دي.

د مېندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انستیتوت کې د ماشومانو د اعصابو برخې متخصص ګل احمد طاهري سلام‌وطندار ته وايي:

«هغه ښځې چې پرله‌پسې سقطونه لري، هغه ښځې چې تر ډېره د امیندوارۍ ضد ګولۍ کاروي او هغه ښځې چې د وینې له کموالي او نورو ستونزو سره مخ دي، له ۴۰ تر ۶۰ سلنې پورې د مغزي سکتې له خطر سره مخ دي.»

اخوا، کابل کې د شیخ زاید روغتون د اعصابو داخله متخصص سراج‌الدین نجرابي وایي چې د رګونو خراب جوړښت، بې‌کاري او د تنباکو کارول هغه لاملونه دي چې د رګونو مقاومت کموي او د ځوانانو ترمنځ د مغزي سکتې کچه لوړوي.

هغه په دې اړه وایي: «په کم عمر کې اصلي لامل د رګونو خراب جوړښت دی چې کمزوري نقطې لري. سټرس او بې‌کاري مهم رول لري او کولی شي په غیر مستقیم ډول اغېز وکړي. د ځینو درملو، چلم او سګرټو کارول هم د خطر عوامل دي او د رګونو مقاومت کموي.»

په همدې حال کې، هغه مالومات چې د عامې روغتیا وزارت له خوا سلام‌وطندار ته رسېدلي، ښيي چې په تېر لمریز کال کې افغانستان کې ۱۴ زره او ۹۰۷ کسان د مغزي سکتې ښکار شوي او د درملنې لپاره یې دولتي روغتونونو ته مراجعه کړې چې له دې ډلې ۱۶۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

مغزي سکتې سره د مخ ځوانانو د کورنیو له غړو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې ډېری دغه ناروغان له سکتې وروسته له جدي او دوامداره عوارضو سره مخ شوي، لکه نسبي یا بشپړ فلج، د خبرو ستونزې او د حرکتي وړتیا کمېدل.

د دغو موندنو له مخې، دغه عوارض نه‌یوازې د ناروغانو فردي خپلواکي له منځه وړي، بلکې هغوی یې پر کورنیو متکي کړي.

د غور اوسېدونکی ۳۴ کلن احمد فهیم وایي چې ۲۸ کلن ورور یې دوه میاشتې مخکې د سټرس او بې‌کارۍ له امله مغزي سکته وکړه او اوس یې د بدن نیمه برخه فلج ده.

هغه زیاتوي: «دوه میاشتې کېږي چې مغزي سکته ورته پیدا شوې، لوړ فشار یې درلود، د بې‌کارۍ، فقر او سټرس له امله پر دې ناروغۍ اخته شو. د لومړیو ورځو په پرتله یې وضعیت ښه شوی، خو لا یې هم د بدن یوه برخه فلج ده.»

د فاریاب اوسېدونکی ۵۷ کلن محمد چې ۲۰ کلن زوی یې په دې ناروغۍ اخته شوی، وایي چې دې ناروغۍ د هغه د زوی پر خبرو او بدني فعالیت منفي اغېز کړی.

«۱۵ ورځې کېږي چې سکته ورته شوې، توازن نه‌شي ساتلی او خبرې هم نه شي کولی. تر سکتې مخکې یې بله کومه ناروغي نه‌لرله، خو اوس یې حالت ورځ تر بلې خرابېږي او ښه والی نه لري.»

د میدان وردګو اوسېدونکی ګل‌آغا چې ۱۵ کلن زوی یې هم په دې ناروغۍ اخته شوی، وایي: «څو ځله پرې حمله راغله، دماغي سکته یې وکړه. لومړی ځل رګ بند شوی و، اوس بیا سکته شوې او وینه‌بهېدنه لري. چپ لاس یې فلج شوی و، اوس لږ کار کوي، خو اوس یې ښی پښه فلج شوې او سمې خبرې هم نه شي کولی.»

له دې ټولو سره سره، یو شمېر ارواپوهان د ناسالم ژوند طرز، د مناسب غذایي رژیم نشتوالی، کم‌تحرکي، سټرس او کورني او رواني فشارونه د ځوانانو ترمنځ د مغزي سکتې مهم لاملونه بولي او د دې وضعیت له دوام څخه اندېښنه څرګندوي.

د APC رواني خدماتو دفتر مسوول شرف‌الدین عظیمي په دې اړه وایي: «که په ځوانانو کې د مغزو سکتې مخنیوی ونه‌شي، موږ به هره ورځ خپل ډېر ځوانان له لاسه ورکړو. ځوانان ممکن فلج شي، د خبرو ستونزې پیدا کړي، د هغوی فعالیت کم شي، معیوب شي او د کورنیو پر اوږو بار شي. دا به د روغتیا پر سکتور هم اضافي فشار واچوي. اړتیا ده چې یوه منظم ستراتیژي جوړه شي او لا زیاتې څېړنې وشي، څو اصلي لاملونه وموندل شي.»

د دې راپور د موندنو له مخې، د مغزو سکته تر دې وروسته یوازې د ډېر عمر کسانو ناروغي نه‌ده، بلکې د ځوانانو ترمنځ هم د دې ناروغۍ پېښې په زیاتېدو دي.

ناسالم ژوند، د رواني فشارونو زیاتوالی او د نشه‌یي توکو کارولو او کم‌تحرکي پراخېدو په څېر عوامل، د دې ناروغۍ د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام