Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا کې توپان؛ زرګونه الوتنې او ۲۳۰۰۰۰زره کسانو برښنا پرې شوې

f1bbe1b7-8646-46b1-9078-37bed83cedc4

د امریکا په ډېری برخو کې د «فیرن» په نوم د تاریخي ژمني توپان له امله څه باندې ۴۰۰۰ الوتنې لغوه شوې او د یکشنبې لپاره نږدې ۹۴۰۰ نورې هم ځنډول شوي دي.

دغه توپان چې د ټکساس له لوېدیځ تر ختیځ پورې پراخېدونکی دی، تراوسه د شاوخوا ۲۳۰۰۰۰زره خلکو برښنا پرې کړې ده.

د امریکا د هوا پېژندونکي اداره وايي چې په ډېرو سیمو کې به د واورې، یخ او خورا سړې هوا څپې راننوځي او د ختیځې امریکا دوه پر درېمه برخه به د خطرناکو هوا حالاتو سره مخ وي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څو ایالتونو لپاره د فدرالي بیړني وضعیت اعلانونه تصویب کړي، څو د ژغورنې او بیړنیو مرستو لړۍ وڅاري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همداراز د امریکا د برښنا شبکې پر سېسټم د یخنۍ له امله ډېر فشار راغلی او د برښنا رسونې د ټیمونو د بیړنیو اقداماتو غوښتنه شوې، څو د احتمالي لویو برښنا ټکانونو مخنیوی وشي.

د هوا له خرابیدو سره د الوتنو شرکتونو لکه ډیلټا او یونایټډ ایرلاینز هم خپلې الوتنې له سره تنظیموي او مسافرینو ته د سفر د وختونو د بدلون او لغوه‌کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام