Asset 1SWN

سټیفان دوچاریک: ملګري‌ملتونه به دوحې غونډه کې ا.ا نړۍ سره تعامل ته وهڅوي

5ec79ff9cc892

د ملګروملتونو ویاند سټیفان دوجاریک وايي چې دغه سازمان به د دوحې درېیمه غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت په منظمه او همغږه توګه له نړۍ سره تعامل ته وهڅوي.

د قطر پلازمېنې په دوحه کې د افغانستان په تړاو درېیمه غونډه به د روانې چنګاښ میاشتې پر لسمه پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو شنونکي پر دې باور دي چې ملګري ملتونه او د یاد سازمان غړي هېوادونه باید له انزوا د افغانستان اېستلو او نړۍ سره د بیاځلې ادغان لپاره، همغږی او یو دریځ رامنځته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی محمدباقر محسني سلام‌وطندار ته وايي، د افغانستان د شته ستونزوهواري برخه کې د یاد سازمان پاتې راتلو اصلي لامل د یاد سازمان د غړیو هېوادونو ترمنځ اختلافات دي.

نوموړي وویل: «د دې لپاره چې نړیواله ټولنه او امارت په دې ناسته کې ګټورې نتیجې ته ورسیږي؛ اسلامي امارت باید د خپلو ارزښتونو پر بنسټ، د خلکو د ګټو لپاره، ځینې نړیوالې غوښتنې ومني، لکه بشري حقونه، د ښځو حقونه، ټول‌شموله حکومت، له انزوا څخه بهر او نړیوالې ټولنې کې شاملېږي. تراوسه د سازمان غړو هېوادونه تضاد لامل شوي چې د افغانستان پر وړاندې روښانه حل‌لاره او دریځ رامنځته نه‌شي کړلی.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکی ضیا حسیني بیا وايي، د دې شونتیا شته چې اسلامي امارت او ملګري ملتونه په دې غونډه کې یوې ګډې پایلې ته ورسېږي.

هغه وویل: «اسلامي امارت د بشري مسایلو، اقتصادي مرستو او بانکي خدمتونو وړاندې کولو لپاره نړۍ سره ارتباط ته اړتیا لري، نړۍ هم د بشري ستونزو او طبیعي حوادثو حل لپاره اسلامي امارت سره تعامل ته اړتیا لري، دا ناسته مهمه ده او شونتیا شته چې یوې ګډې پایلې ته سره ورسېږي.»

د ملګروملتونو ویاند سټیفان دوجاریک په خپلو خبرو کې د دوحې درېیمې غونډې اجنډا په تړاو څه نه‌‌دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې د «دوحې ناسته د یوه بهیر برخه ده، نه یو پړاو ناسته» او په وینا یې، د ښځې اړوند او د افغانستان مدني ټولنې مسایل به یې هم یوه برخه وي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سرپرست حکومت د اړوند مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نه‌شو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خو د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و چې د دوحې درېیمې غونډې اجنډا کې یې د افغانستان خصوصي سکټور، مالي او بانکي ستونزې او له نشه‌يي توکو سره مبارزه او بدیل کښت اړوند مسایل ځای کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام