ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو په زیاتېدو سره، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل غوښتنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، دغه لیدنه کې د ایران سفیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «ښاغلي ستانکزي د ایران نوي سفیر ته د بریالیتوب هیله وړاندې کړې او همداراز ایران کې یې، د افغان کډوالو ستونزو په تړاو خبرې کړي او هیلهمندي یې، ښودلې چې دغه هېواد ته د افغان کډوالو د تګراتګ پرمهال لازمې اسانتیاوې برابرې شي.»
د ایران حکومت تېرو څو میاشتو کې هغه هېواد کې د کار، زدهکړو، روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي او د ازاده ګرځېدو په برخو کې پر افغان کډوالو یولړ محدودیتونه وضع کړي. همداراز ایراني چارواکو د افغان کډوالو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ هم چټکه کړې.
ایران کې یوشمېر افغان کډوال وايي، دغو محدودیتونو او فشارونو ورځني ژوند کې له جدي ستونزو سره مخ کړي.
ایران کې افغان کډوال خلیلاحمد حبیبي وویل: «حتا داسې کسان شته چې ایران کې پیدا شوي، کارت او د اوسېدو ویزه نهلري او هره شېبه د ډيپورټ له ګواښ سره مخ دي. د ایران دولت شرکتونو ته خبرداری ورکړی، که افغانانو ته کار ورکړي، وبه تړل شي، دا لامل شوی چې ایران کې وزګارتیا ډېره شي.»
ایران کې یوه بل افغان کډوال مختار وویل: «ایران کې شرایط ستونزمن شوي، د کار مالک پیسې نهورکوي، یوه میاشت دوه میاشت کار پیسې نهورکوي، څو غږ نهشي پورته کولای، پولیس کارخونو ته ځي او نیول کوي.»
ایران دې وروستیو کې د ښاروالۍ، کارخونو او تولیدي فابریکو په څېر بېلابېلو برخو کې د افغانانو په ګمارنې او کار کولو بندیز لګولی.
د اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، ایران د روان لمریز کال تېرو نهو میاشتو کې څه باندې ۸۹۰ زره افغان کډوال اېستلي دي.