د سریلانکا یوې محکمې امر کړی چې د هغو ۸۴ ایراني سمندري سرتېرو جسدونه دې د ایران سفارت ته وسپارل شي چې تېره اوونۍ د دغه هېواد سواحلو ته نږدې پر یوې ایراني جنګي بېړۍ د برید په پایله کې وژل شوي وو.
د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې، ایراني جنګي بېړۍIRIS Dena هغه مهال د امریکا د یوه اوبتل له لوري وویشتل شوه چې له هندوستان سره د شوي سمندري تمرین څخه بېرته ستنېده.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې د امریکا او اسراییلو له لوري پر ایران روانه جګړه د نړۍ پر بازارونو ژور اغېز کړی، د تېلو بیې یې لوړې کړي او نړیوال تجارت او سفرونه یې ګډوډ کړي دي.
راپورونه وايي چې دا قضايي امر نن چهارشنبه، وروسته له هغه صادر شوی چې د سوېلي بندري ښار ګالې بندر پولیسو محکمې ته غوښتنه وړاندې کړه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د وژل شویو سمندري سرتېرو جسدونه دامهال د ګالې د ملي روغتون سړوخونو کې ساتل کېږي.
بلخوا، سریلانکا د یوې بلې ایراني بېړۍ د ۲۰۸ عملې غړو ته د ۳۰ ورځو د ننوتلو ویزې هم ورکړې دي. دغه عمله وروسته له هغه دې هېواد ته ولېږدول شوه چې د دوی بېړۍ په همدې سیمه کې د انجن له ستونزې سره مخ شوه.
د سریلانکا د دفاع مرستیال وزیر ارونا جیا سیکرا رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت کولمبو کې د ایران له سفارت سره د عملې د وضعیت په اړه په تماس کې دی او سفارت بیا په دې تړاو له تهران سره سلامشورې کوي.
هغه وویل: «موږ تمه لرو چې په راتلونکو څو ورځو کې به له تهران څخه ځواب ترلاسه کړو.»