د هند په کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله نن د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هند د ډیلي «اروون جاېټلې کرېکټ» لوبغالي کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سریلانکا او بنګلدېش په روان نړیوال جام کې د مخته تلو هېلې له لاسه ورکړي او یوازې خپلې پاتې دوه لوبې به وکړي. دواړو لوبډلو تر دې مهاله اووه-اووه لوبې کړي چې سریلانکا دوه او بنګلدېش یوه بریا ترلاسه کړې ده.
سریلانکا د جدول په اووم ځای او بنګلدېش د جدول نهم ځای کې شتون لري. سریلانکا څلور او بنګلدېش دوه امتیازه ترلاسه کړي دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو سریلانکا درې او بنګلدېش دوه ځلې بریاوې ترلاسه کړې دي.
د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه کوربه هند لوبډلې خپل پیاوړي سیالی سوېلي افریقا ته ماته ورکړه. هند په دې لوبه کې سوېلي افریقا ته د ۲۴۳ منډو په توپیر مات کړ.
هندۍ لوبډلې دې لوبه کې سوېلي افریقا ته د ۳۲۸ منډو هدف ورکړی و چې سوېلي افریقا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۸۳ منډې جوړې کړې.
دواړه لوبډلې د روان نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړې ده.