کابل ښار کې د ګلانو او نیالګیو یو شمېر پلورونکي وایي، د پسرلي په رارسېدو سره یې پلور څو برابره زیات شوی.
دوی وویل چې خلک تر ډېره مېوهلرونکي او زینتي ګلان اخلي او د نیالګیو د پلور تر ټولو لوړه کچه د حوت له نیمایي پیلېږي او د ثور تر پایه دوام کوي.
د ګلانو او نیالګیو پلورونکي زیاتوي چې اوس وخت د نیالګیو د کېنولو لپاره تر ټولو مناسب دی، ځکه د هوا شرایط د ودې لپاره برابر وي.
د کابل د میربچه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی حامد وایي چې د پسرلي په رارسېدو سره یې پلور ښه شوی او خلک په دې موده کې تر ډېره د مېوهلرونکو ونو نیالګي او همداراز د کورونو او باغچو د زرغونولو لپاره بېمېوې نیالګي اخلي.
«په پسرلي کې زموږ کاروبار ښه کېږي او خلک ډېر نیالګي او ګلان اخلي، ځکه اوس د کېنولو مناسب وخت دی.»
د کابل اوسېدونکی محمد شکیب او پروان کې د ګلانو پلورونکی محمد هارون هم وایي چې د حوت له ۱۵مې نېټې راهیسې یې پلور زیات شوی او هره ورځ ډېر پېرېدونکي ورته ورځي.
د دوی په خبره، خلک په دې فصل کې په خپلو کورونو کې ګلان کري، د سبزیو تخمونه شیندي او نیالګي کېنوي چې له همدې امله یې کاروبار هم ښه شوی.
«د پسرلي فصل دی، خلک په خپلو کورونو کې ګلان کري، د سبزیو تخمونه شیندي او نیالګي کېنوي، له همدې امله زموږ د پېرېدونکو شمېر زیات شوی او کاروبار مو ښه شوی.»
«د حوت له ۱۵مې نېټې راهیسې د نیالګیو او ګلانو پلور زیات شوی او هر څوک د خپلې خوښې له مخې نیالګي اخلي چې له امله یې زموږ کاروبار هم پراخ شوی. خلک له حوت څخه تر ثور پورې نیالګي اخلي او له هغې وروسته بیا زینتي او اپارتماني ګلان اخلي.»
اخوا، د کابل ښاروالۍ مسوولان وایي چې په ۱۴۰۵ کال کې به د ښار په بېلابېلو سیمو کې یو میلیون نیالګي، زینتي او موسمي ګلان کېنول شي.
هغوی له ښاریانو غواړي چې د دغو نیالګیو په ساتنه او پالنه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
«د ۱۴۰۵ کال د پسرلي لپاره به د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یو میلیون نیالګي، زینتي او موسمي ګلان کېنول شي او دا بهیر د حوت له ۱۵مې پیل شوی او د حمل تر پایه به دوام وکړي.»
د یادونې ده چې هر کال د پسرلي په رارسېدو سره، کابل کې د ګلانو او نیالګیو د پلور بازار هم ښه کیږي چې دا له شنوالي، طبیعت او د ښار ښکلا سره د کابل ښاریانو د مینې څرګندونه کوي.