Asset 1SWN

سوېلي کوریا دغه هېواد کې د «سپي» غوښې پر خوړلو بندیز لګوي

South-Korean-lawmaker-introduces-bill-to-ban-dog-meat-for-humans

که څه هم په سوېلي کوریا کې د «سپي» غوښه خوړل یو پخوانی دود دی، خو اوس د دغه هېواد واګمن ګوند وايي چې پر خوړو  یې بندیز لګوي.

سوېلي کوریا په کور دننه او له هېواده بهر حیواناتو سره د ظلم له امله تر نیوکو لاندې دی. د واکمن ګوند مشر یو‌اوی دونګ ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې دغه هېواد د سپي غوښې خوړلو په اړه جنجالونو ته د پای ټکی کېښودل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دونګ جمعه د نومبر ۱۷مه حکومتي چارواکو سره غونډه کې وویل: «د دې وخت دی چې د سپي غوښې  مصرف په اړه ټولنیزو جنجالونو او بحثونو ته د یوه ځانګړي قانون د تصویب له لارې ورته د پای ټکی کېږدو.»

د نوموړي په وینا، روان کال به په دې اړه د یاد هېواد پارلمان ته د ممنوعیت یوه طرحه هم د تصویب  لپاره ولېږل شي.

په دې غونډه کې د سوېلي کوریا د کرنې وزیر چونګ هوانګ‌کیون ټينګار وکړ چې حکومت به دغه بندیز په چټکۍ پلی کړي او په وینا یې، د سپي غوښې هغو کاروباریانو څخه به هم ملاتړ وکړي چې د بندیز له کبله اغېزمن کېږي.

د حیواناتو د حقونو ډلو د سوېلي کوریا له دې پرېکړې هرکلی کړی او د ژر تر ژره پلي‌کېدو غوښتنه یې کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سوېلي کوریا د حکومت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد کې د سپیو د روزنې او پالنې ۱۱۵۰ فارمونه، ۳۴ مصلخونه، د غوښې وېش ۲۱۹ شرکتونه او شاوخوا ۱۶۰۰ رسټورانټونه شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام