د میدانوردګ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په حصه اول بهسودو ولسوالي کې یوه کس ځان وژنه کړې.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي فیضالله جلالي سلاموطندار ته وویل، په لومړۍ حصه بهسودو ولسوالي کې تېره ورځ یوه کس چې شاوخوا ۳۰ کاله عمر لري، ځان وژنه کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، یاد کس په داسې حال کې امنیتي ځواکونو موندلی چې ځان یې له یوې ونې راځړولی و.
جلالي زیاته کړه، تراوسه د یاد کس د ځان وژنې لامل نهده معلوم، خو امنیتي ځواکونه یې په اړه پلټنې پيل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دیني عالمان وایي، ځان وژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او څوک باید د ژوند د حلېدونکو ستونزو له امله پر داسې عمل لاس پورې نهکړي.