د ګوزوو پلازمېنې پریشتېنا د وحشي ژویو د ساتنې او پالنې یوه مرکز کې د کال لومړۍ واورې پر مهال یاد مرکز کې ساتل کېدونکي زمري او یږو «خرس» له واورې خوندي واخیست او لوبې یې وکړې.
دغه زمری او یږو چې کلونه وړاندې له ځنګلونو جلا شوي، کوزوو کې د خلکو لهخوا په شخصي توګه ساتل کېدل او اوس د ساتنې دې مرکز ته راوړل شوې دي.
د جېجون په نوم زمری چې د پالنې دې مرکز کې ساتل کېږي، تېر کال یوه رسټورانټ څخه چې د پېردونکو د جذب لپاره یوه قفس کې ساتل کېده، دغه مرکز ته راوړل شوی دی.
یږې هم د یاد هېواد د رسټورانټونو له قفسونو ژغورل شوي او دې مرکز کې ساتل کېږي.
په داسې حال کې چې د ژویو دغه مرکز پر واورو پوښلی و، راغلیو سیلانیانو هم دې مرکز کې د زمري او خوګانو لوبې نندارې کړې. زمري او خوګانو د لومړي ځل لپاره یاد مرکز کې پر واورې قدم کېښود.
د یاد مرکز رییس البانا هوتي رویټرز ته ویلي: «موږ په دې پوهېږو چې دا د دوی د ژغورنې لپاره مناسب ځای نهدی، خو بیا هم موږ د ژمي لپاره دوی ته امکانات برابر کړي. بخارۍ مو ورته لګولې، ځکه دوی ګرمي ته اړتیا لري.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د ژویو دغه مرکز د «فوور پاووس انټرنشنل» بنسټ له لوري اداره کېږي چې دا مهال خړرنګي ۲۰ خوګان او له زمري ساتنه او پالنه کوي.