Asset 1SWN

له کندهار څخه پاکستان ته د ۷۵۴ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

څاروي

د کندهار په ریګستان ولسوالي کې د کرنې او امنیتي چارواکو په ګډو عملیاتو کې د پاکستان پر لور د سلګونو پسونو د قاچاق هڅه شنډه او په تړاو یې، څلورکسان نیول شوي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مشري، د ریګستان ولسوالي د کرنې او مالدارۍ مسوولانو د امنیه قومنداني له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د څارویو د قاچاق د مخنیوي پراخ ګرځنده کمپاینونه کړی دی.

د کرنې ریاست ویاند، انجینیر محمدحنیف حقمل وویل: «د عملیاتو په ترڅ کې ۷۵۴ پسونه چې د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې پاکستان ته په قاچاقي ډول د لېږد نیت و، ونیول شول. همدارنګه څلور تنه کسان چې په دې قضیه کې ښکېل وو، د قانوني څېړنو لپاره اړونده ارګانونو ته سپارل شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت په وروستیو کې د څارویو د قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې په ناقانونه توګه څاروي له کندهاره بهر انتقال کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ریګستان ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي هم د دې عملیاتو هرکلی کوي. د سیمې یو مشر حاجي محمدرحیم وویل: «دا ډول قاچاق نه یوازې زموږ د مالدارۍ سکتور ته زیان رسوي، بلکې د سیمې اقتصادي ثبات هم ګډوډوي. موږ له حکومته غواړو چې دا مبارزه لا نوره جدي کړي.»

دوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار سپین بولدک ولسوالي کې د ورته عملیاتو پرمهال ۱۲۴۳پسونه د قاچاق پروخت نیول شوي وو.

چارواکي وايي، د څارویو د قاچاق پر وړاندې پرله‌پسې هڅې به دوام ولري، څو د مالدارۍ سکټور خوندي او د هېواد په کچه د اقتصادي ځانبساینې هڅې پیاوړې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام