Asset 1SWN

غزني کې د ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

1000410645

د غزني چارواکي وايي چې د یاد ولایت په کوتل روضه سيمه کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ شپږ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا پېښه نن دوشنبه، وږي، ۱۷م د کابل ـ کندهار پر لويه لاره د «۵۸۰ مسافروړونکي» او«فولډر» موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د غزني د امنيه قومنداني وياند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته وويل چې د پېښې له امله د يوې کورنۍ پلار، مور او څلور ماشومان چې فولډر موټر کې سپاره وو او له کابل څخه د غزني پر لور روان وو، مړه شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوموړي په وينا، د ۵۸۰ موټر‌چلوونکی ټپي شوی او مړي د غزني ولايتي روغتون ته لېږدول شوي. سرحدي د پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي وبلله.

دا په داسې حال کې ده چې پرون شپه هم د کابل ـ کندهار پر لويه لاره په يوه بله ترافيکي پېښه کې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام