Asset 1SWN

سلام وطندار

اسراییلو کې د ایران بریدونه؛ شپږ کسان ټپیان شوي

اسراییل کې ویجاړۍ ایران برید12 (8)

د اسراییلو په مرکزي سیمه بئرالسبع د ایران د توغندیزو بریدونو له امله تر دې مهاله د شپږو کسانو د ټپي‌کېدو او ۱۸ هستوګنیزو کورونو د ویجاړېدو خبر ورکړل شوی دی.

د بئرالسبع ښاروالي چارواکو ویلي چې دغه کسان او ویجاړي د ایران د توغندیو د لګېدلو له کبله رامنځته شوې ده.

ایران تېره ورځ هم پر همدې سیمې توغندي بریدونه کړي و چې په وینا یې، د اسراییلو د قومندې او استخباراتو مرکز یې، په نښه کړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییلو لومړي وزیر یادې سیمې څخه د لیدنې پرمهال یوې خپرې شوې ویډیو کې ویلي چې ایران ملکي روغتون په نښه کړی، هغه څه چې ایران بې‌بنسټه بللي دي.

په ورته مهال ایران او اسراییلو نن یو ځل بیا پر یوه بل هوايي او توغندیز بریدونه کړي او ادعا لري چې درانه زیانونه یې، اړولې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام