Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې د شپږو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

IMG-20241116-WA0008

د خوست په ځاځي میدان ولسوالي کې د منظور شویو ۱۴ لويو او پراختيايي پروژو څخه د شپږو پروژو چارې پیل شوې.

د خوست ولايت مقام څخه نن «شنبه، لړم ۲۶مه» په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د خوست مرستیال والي په ځاځي میدان ولسوالي کې دغه پروژې پرانېستې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، د شپږو پروژو چارې تېره ورځ پيل او د پاتې هغو به يې، په نږدې ورځو کې پيل شي.

خبرپاڼه کې خوست مرستیال والي له قوله ويل شوي چې د ځاځي میدان ولسوالي ته څوارلس منظورو شویو پروژو له ډلې، د سیټیوان پل، چنارګي پل، د مرکزي جامعې جومات ترمیم، د ځاځي میدان عالي لېسې ترمیم او دغه‌راز د یو کلینیک او یوې لویې مدرسې جوړول، هغه پروژې دي چې چارې يې پیل شوې.

خبرپاڼه زياتوي چې یادې پروژې د اسلامي امارت د مشر د ځانګړې بودیجې او پاملرنې له مخې، منظورې شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د سیټیوان پل د ۶۰ متره په اوږدوالي او اته متره په پلنوالي د ۶۰میلیونه افغانیو په لګښت او همداشان، د چنارګي اړوند پل ۴۰ متره په اوږدوالي او اته متره په پلنوالي د ۴۰ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام