Asset 1SWN

سلام وطندار

سراج‌الدین حقاني: ارام افغانستان پر افغانانو د چا نه‌لورېږي

e76564d8-80f1-409a-a014-6e3e9af3c5f2

د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وايي چې افغانستان کې امن ټينګ شوی او دا امن پر افغانانو د چا نه لورېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د پکتیا سیدکرم ولسوالي کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وويل:«یو شي ته مو باید پام وي، دا دښمن، دښمن چې یادوو، یا دا موازي حکومتونه یادوو یا بل څه یادوو، نو دا یو حقیقت دی چې افغانستان په داسې یو حالت کې هېڅوک هم نه‌غواړي چې داسې ارام دي پاتې شي او نه یې ورباندې لوریږي.»

حقاني دې غونډه کې پرته له دې چا د کوم هېواد نوم واخلي، وویل، افغانستان په قومي او سمتي‌ډلو وېشل شوی و، خو په وینا یې، اوس ټول خلک پر یوه ټغر راټول  او ارام ژوند کوي چې د چا پرې نه‌لورېږي.

هغه وویل: «۱۴ کاله د روسانو دلته ووتل او دا ۲۰ کاله د امریکایانو دلته تېر شول، خپل‌منځي جنګونه هم تېر شول، نو افغانستان یې قوم، په قوم، په ګوندونو یې تقسیم کړی و. په سمتونو یې تقسیم کړی و، خو اوس موږ افغانستان له هغه حالته دغسې پاک راوباسه.»

د کورنیو چارو سرپرست همداراز وویل چې ورځ تر بلې پر سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې باور زیاتېږي او په وینا یې، د خلکو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه د حکومت مسوولیت دی.

سراج‌الدین حقاني همداراز ژمنه وکړه چې د پکتیا مچلغو بند چارو پيل، ګردېز ـډنډپټان سړک بیارغونې لپاره يې له اړوند وزارتونو سره خبرې کړي او چارې به یې، ژر پیل شي.

هغه د سيدکرم ولسوالي اوسېدونکو ته ژمنه ورکړه چې يادې ولسوالي ته برښنا ورکړه او ځینې نورې پروژې به په نږدې ورځو کې پیل شي.

بل‌خوا غونډه کې د سیدکرم ولسوالي یوشمېر مشرانو د خپلو سیمو ستونزې هم شریکې کړې. قومي مشر داود دې غونډې ته وویل چې سیدکرم ولسوالي ته په تېر کې هېڅ پام نه‌دی شوی

هغه د کورنيوچارو له سرپرست وغوښتل چې اړوند وزارتونه دې وهڅوي، څو د ولسوالي د بازار ماسټرپلان پلی او د ولسوالي په کچه د روغتون د ودانۍ نیمه پاتې چارې دې پيل کړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي ټينګار وکړ چې د ګردېز-ډنډپټان ولسوالي ترمنځ سړک خرابوالي له امله د نهه ولسوالیو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او رغونې ته يې بايد جدي پام وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام