Asset 1SWN

سلام وطندار

«له هغې ورځې چې ښوونځي تړل شوي، فکر کوم څه رانه‌ ورک دي»

افسردگی-زنان-در-هرات

هېواد کې د ښځو او نجونو پروړاندې ټولنیز محدودیتونه په ځانګړې توګه د هغو نجونو پر ټولنیز، اقتصادي او رواني ژوند اغېز کړی چې له ښوونځي راګرځول شوي دي.

مریم چې دا یې، مستعار نوم دی، د هرات اوسېدونکې ده او د ښوونځیو له تړل‌کېدو راوروسته پر ژورخپګان اخته شوې. هغه وايي: «له هغه ورځ راهیسې چې ښوونځي تړل شوي، هېڅ ځواک او ارام نه‌لرم؛ فکر کوم څه مې ورک کړي. نور هېڅ هېله نه‌لرم؛ فکر کوم چې هر څه مې له لاسه ورکړي دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې وروستیو ورځو کې هرات کې د نجونو او مېرمنو ترمنځ رواني اختلالات زیات شوي دي. ژورخپګان، اضطراب او پنیک، د رواني اختلال درې ګونې بڼې دي چې دغه ولایت کې نجونې ورسره لاس او ګرېوان دي.

مریم وویل: «له راتلونکې هېڅ تصور نه‌لرم؛ راتلونکې توره وینم او هېڅ هیله نه‌لرم او تل مې ځان سره وایم چې راتلونکې کې به مې څنګه کېږي. ژوند مې بې‌معنی دی.»

مریم وايي، د کورنۍ له لوري یې، ملاتړ نه‌کېږي. «کورنۍ مې تر ډېره پر ما فشار راوړي او وايي، باید واده وکړم او دا موضوع تر ډېره زما د درد او زورېدو لامل کېږي.»

په ورته مهال د مریم مور چې د خپلې لور له وضعیت اندېښمنه ده، وايي، پوهېږي چې لور یې، پر ژور خپګان اخته ده؛ خو په وینا یې، هیله‌منده ده چې لور به یې، روغه شي.

د مریم مور وویل: «نږدې دوه کاله کېږي چې لور مې پر ژورخپګان اخته ده او په ورځو د کوټې دننه وي، نه سم خواړه خوري او نه هم غواړي چې له کور بهر راووځي؛ ټوله ورځ یوې څنډې ته ناسته وي او چا سره نه‌غږېږي.»

سپیده هم له ورته برخلیک سره مخ ده. هغه وايي: «احساس کوم چې نوره ژوندۍ نه‌یم؛ ژوند راته ستړی ښکاري؛ نه‌غواړم چې د خپلوانو په محفلونو او مېلمستیاوو کې ګډون وکړم؛ هېڅ انګېزه نه‌ده راپاتې.»

د ژوند یو اړخیزه بڼه او تکراري ډول هم هرات کې د نجونو د رواني ستونزو او اختلالاتو یو لامل ګڼل کېږي. مژده چې دا یې مستعار نوم دی، وايي: «د تفرېحې نشتون او وزګارتیا لامل شوي چې اضافه‌بار فکر وکړم؛ مخکې به مې زده‌کړې کولې او ساعت به مې تېر وو. د ژوند یو اړخیز ډول، سړی ستړی کوي؛ کاش چې یوه ځای کې بوخته وای.»

بل‌خوا هرات کې ارواه‌پوهان هم د دغه ولایت د نجونو او مېرمنو ترمنځ د رواني اختلالاتو د ډېروالي خبره کوي. ارواه‌پوه افسانه چې دا یې، مستعار نوم دی، سلام‌وطندار ته وویل: «د نجونو ترمنځ رواني اختلالي ډېر دي؛ دا نجونې پر ژورخپګان اخته دي. د ځان‌وژنې شمېرې ډېرې دي او د نجونو رواني اختلالات چې دروني دي، د ښوونځیو په تړل‌کېدو سره ښکاره شول او پر روح او روان یې، اغېز کړی دی.»

ښځې څومره رواني خدمتونو ته لاسرسی لري؟

مېرمن افسانه په دې اړه وايي: «ښځې د درملنې مناسبو خدمتونو ته لږ لاسرسی لري او دا موضوع لامل شوې چې د مېرمنو رواني اختلالات ډېر شي.»

دغه ارواه‌پوه همداراز وايي، هغه خدمات چې اوس دغه ولایت کې د یوشمېر موسسو له لوري مېرمنو ته وړاندې کېږي، لږ دي او اړتیا ده چې دې برخه کې د رواني درملنې کلینیکونه جوړ شي او مسلکي کسان په‌کې فعالیت وکړي.

کوم څه د رواني اختلالاتو د رامنځته کېدو لامل کېږي؟

افسانه وايي، افغانستان کې د رواني اختلالاتو د رامنځته کېدو اصلي لامل جګړه ده. هغې وویل: «جګړه، ټولنیز محدودیتونه، د فرهنګ ټیټه کچه، د رواني ستونزو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي ټیټه کچه، له درملیز خدمتونو د استفادې له څرنګوالي د خلکو نه‌پوهاوی، د والدینو رواني ستونزې او کمزوری اقتصاد، ټول هغه عوامل دي چې د ښځو ترمنځ د روحي او رواني اختلالاتو لامل کېږي.»

په ورته مهال هرات کې یوه بله ارواه‌پوه په مستعار نوم ستوده وايي: «کورنیو کې پر ژورخپګان د مېرمنو اخته‌کېدل، د کورنیو ستونزو لامل کېږي؛ له هغې ډلې کورنۍ سره نه‌سازګاري، اولادونو، خاوند او ژوند چارو ته نه‌پام او د ژوند ټولو چارو کې کم‌حوصلېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ستوده زیاتوي چې پر ژور خپګان د مېرمنو اخته‌کېدل، کولای شي، پر ټولنې هم منفي اغېزې ولري. «هغه مېرمنې چې یوې ټولنه کې پر ژورخپګان اخته کېږي، ټولنه یو نامناسب او خوبولې وضعیت سره مخ وي؛ ځکه نیمه برخه یې، فلج وي او د ټولنې د ودې او پراختیا مخنیوي لامل کېږي.»

د ښځو ترمنځ د رواني اختلالاتو له‌منځه وړو لپاره باید څه وکړو؟ 

ستوده وايي، تر هغه وخته چې مېرمنو ته له کور بهر د کار زمینه برابره نه‌شي، دوی به هېڅ‌‌کله له رواني اختلالاتو خلاصون پیدا نه‌کړي. «باید دې برخه کې موسسې او ډونران مېرمنو څخه مالي ملاتړ وکړي او ترڅنګ یې، دولت باید مېرمنو ته پام وکړي.»

هرات کې د رواني او ټولنیزو برخوپوهان وايي، له دغه وضعیت د وتلو لپاره باید لومړي ګام کې باید د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي او دویم ګام کې دې مسلکي ارواه‌پواهان پر دندو وګومارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام