افغانستان یو غرنی هېواد دی چې له پخوا څخه د خپلو شنو څرځایونو له کبله د څارویو د پاللو لپاره ډېر مناسب ځای ګڼل کېږي او شپانه له یوه غره نه بل غره او له یوې دښتې بلې ته خپله رمه د څرولو لپاره بیایي.
په دې راپور کې د ۱۲ ولایتونو له ۲۷ ځوانو شپنو سره خبرې شوې دي. دا ځوانان د ډېرو ستونزو سره سره د خپلو نیکونو دود ژوندی ساتي او خپل ورځ او شپه کله په غربت کې د څارویو په منځ کې تېروي.
دا ځوانان د خپلې دندې له ډېرو ستونزو کیسې کوي او وایي چې د اقلیمي بدلونونو، د وحشي حیواناتو د برید، د څرولو پر وخت په لرې ځایونو کې د سرپناه نشتوالی، وچکالي، د اوبو کمښت، د څرځایونو لهمنځه تللو او اوږدې ایلاقونه (کوچي سفرونه) د دوی له اصلي ستونزو څخه دي.
قدوس چې د سمنګان په غرو کې له پنځو کلونو راهیسې شپني کوي، وایي چې د سهار چوپتیا د خپلو رمې د زنګونو په غږ ماتوي او ۲۵۰ وزې او پسونه څرولو ته بیایي.
هغه وایي: «موږ سهار تر شپې پورې شپني کوو، تقریباً اتلس ساعته کېږي. د خپلو پسونو او وزو څرولو لپاره نورو ایلاقونو ته ځو، هلته چې شنه وي او واښه ډېر وي. زما په نظر شپني ډېره ستونزمنه دنده ده.»
همداسې چې لمر خېږي، شپانه او د هغوی رمي ایلاقونو ته روانېږي او کله کله اوږدې لارې وهي. هغوی وایي چې مجبوره دي کور پرېږدي او ډېر وخت یوازې له خپلو رمو سره تېر کړي. ځوانان وایي چې دوه، درې، ان کله کله څلور میاشتې په سفر کې تېروي.
علاوالدین چې د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالي اوسېدونکی دی او له پلاره او نیکه یې د شپنۍ دنده ورپاتې، وایي: «موږ خپلې رمې دښتو ته او شنو غرونو ته بیایو، څو میاشتې څرېږي، بیا راځو. له کورنۍ څخه څلور ـ پنځه میاشتې لرې یو. که کله کله ټلیفون وکړو، کنه ډېری وخت هېڅ اړیکه نهوي.»
د شپنو ژوند له ډېرو کړاوونو ډک وي؛ ژمی له خپلې سړې هوا او اوړی له سختې تندې سره، خو شپانه له زړه او ټینګ هوډ سره خپل کار ته دوام ورکوي. خو په لرېپرتو سیمو کې د حیواني کلینیکونو نشتوالی، که څاروي ناروغ شي، نورې ستونزې هم ورته جوړوي.
شپانه وایي، ډېری وخت د اقلیمي بدلونونو، سېلابونو او شدیدې سړې او ګرمۍ له کبله خپل څاروي له لاسه ورکوي، خو په دښتو او غرونو کې مبارزه کوي؛ یوه خاموشه مبارزه چې هر موسم روانه وي او موخه یې د ځان او د خپلې رمې بقا وي چې پرته له شپانه بل ملګری نهلري.
د فاریاب اوسېدونکی ارسلان وايي: «کلینیک نهلرو، نو مجبور یوو هماغه لس ـ شل پسونه وڅروو. زموږ ستونزې په اوړي کې زیاتېږي، ځکه اوبه نهلرو، مجبوره یو له نورو کلیو اوبه راوړو. په اوړي کې ډېرې ستونزې لرو. اړ کېږو چې له غره راښکته شو او سیند اوبه اخلوو، ستونزې مو ډېرې دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لغمان اوسېدونکی زمینګل وايي: «زموږ لپاره د پسرلي ورځې تر ټولو ښې ورځې وي، ځکه چې هوا ښه وي، غرونه شنه شي او د څارویو لپاره واښه پیدا کېږي. خو همدغه فصل کله ناکله سخت هم وي، ځکه چې سیلابونه راځي. داسې کوم خاص ځای نه لرو چې هلته پاتې شو، نو د سیلابونو له امله ډېر په تنګ یو.یوه ښه تجربه مې دا ده چې اوس کولی شم وپېژنم چې کومه رمه ناروغه ده یا کومه اوزه نوی وزېږي. بده تجربه مې دا ده چې یوه ورځ سخت سیلاب راغی، ما ونه شو کړای رمه یوسم، نږدې لس څاروي مې له لاسه ورکړل.»
د تخار ۲۴کلن شپون حسن بیا وايي: حسن زیاتوي: «بدترینه خاطره مې دا ده چې په ایلاقونو کې په یخنۍ کې بېسرپناه ویده کېږو. ستونزه دا ده چې د حیواناتو ډاکټر نهلرو، که ناروغ شي چې تر مرکزه یې رسوو، ښايي تلف شي، باید په اطرافو کې ډاکټر وي. د څرځایونو نشتوالی دی، سږکال هم باران ونهشو، ډېرې ستونزې لرو.»
کله چې لمر د غرونو تر شا پټ شي، دښتې او غرونه تیاره او ارام شي؛ خو دا چوپتیا د شپنو لپاره د اندېښنو پیل وي. د شپې په زړه کې چې چوپتیا درنه شي او د لرې نه د لېوانو غپېدليغږونه واورېدل، شپانه په بېپایه مقاومت سره له خپلو څارویو ساتنه کوي، خو کله ناکله نهشي توانېدلی او رمه یې ښکار شي.
زین الدین چې د بادغیس د مقر ولسوالي اوسېدونکی دی او ۲۵ کاله عمر لري، خپل کوچنی وری په مینه په غېږ کې نیولی دی او عبدالودود د جوزجان ځوان شپون په دې اړه وایي:
«نه زدهکړې مې نه دي کړي، دا چې شپون یم درس مې نه دی لوستی او درس چې ونه لولې حتمآ به مالونه څروې او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړې، د شپون کار ډېر سخت دی، لېوان په رمې برید کوي او ځينې وخت به یې پسونه را نه وخوړل. کله به مو ترې وژغورل، خو ځينې وخت به یې را نه یوړل.»
«د شپون کار سخت دی، باید راضي ووسو ځکه چې زیار باسو، ترڅو حلاله ډوډۍ پیدا کړو. د ورځې ۱۲ ساعته کار کوو، د شپې له خوا یې هم باید ۲ ساعته ساتنه وکړو، په ټوله کې تر ۱۵ ساعتونو مصروفه یو، یو ځل مې رمې ته لېوه ورنژدې شو خو ما وسله درلوده. د شپې له خوا اور لګوو، اور چې لګېدلی وي، بیا لېوه نه نژدې کیږي او ډاریږي.»
سره له دې چې افغانستان پخوا وختونو راهیسې د حیواناتو روزلو لپاره مناسب څړځایونه لري، خو دغه رپوټ کې مرکه شویو شپنو ویلي چې اوس څړځایونه ختم شوي او په شاړو ځمکو بدل شوي دي.
وچکالي، د اوبو کمښت او د څړځایونو نهشتون د شپنو لپاره کار سخت کړی او دوی نهشي کولی په اسانۍ سره خپلو څارویو ته واښه برابر کړي او د خپلو څارویو پالنه وکړي.
د غور د دهک کلي اوسېدونکي خیرالله او د فاریاب اوسېدونکي امانالله په دې اړه وویل:
«د رمې څرلو پرمهال چې کومو ستونزو سره مخ کېږو، د اوبو نهشتون دی. بل کلونو راهیسې د صحرايي سیمو شینوالی له منځه تللی، خلک هم ستونزې را ته جوړوي، وچکالۍ لامل شوې چې څړځایونه وچ شي.»
«تېر کال مو ګټه هم وکړه، څاروي مو هم ښه وو او واښه هم وو، سیمې هم ابادې وې، راضي وو، خو سږ کال واښه نشته، دښتې وچې شوي، څاروي مو ناروغه دي. سږکال مو تر ټولو بدې ورځې دي. دوه کسان پیره کوو دلته یې راولو. شپه او ورځ ستړي او ستومانه یو.»
دې سره، د کرنې او مالدارۍ برخې کارپوهان وايي، افغانستان کې اوس هم په دودیز ډول حیوانات روزل کیږي او مالداران ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی له سرپرست حکومته غواړي چې له مالدارانو ملاتړ وکړي، د څاروایو د نسل اصلاح، د حیواني خوراکه چمتو کولو او د پوهاوي کچې لوړولو په برخه کې همکارۍ ډېرې کړي.
د کرنې او مالدارۍ برخې کارپوه امرالله شفق او ملتان زرور په دې اړه وویل:
«افغانستان کې اوس هم حیوانات په دودیز ډول ساتل کیږي او ډېر کم مالداران کله چې څاروي یې ناروغه شي او هېڅ چاره ونهلري، بیا حیواني کلینیک ته مراجعه کوي. ډېری مالداران د مالدارۍ په اړه ان لومړنۍ پوهه هم نهلري او د خپلو تجربو پر اساس د حیواناتو ساتلو او روزلو ته مخه کوو. د هغوی تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د حیواناتو ساتلو په اړه پوهاوی نهلري، د مالدارۍ ټکنالوژۍ سره بلد نه دي، دوی نه پوهیږي چې څنګه د خپلو حیواناتو نسل اصلاح کړي.»
«دولت کولی شي د امکاناتو په چمتو کولو سره د مالدارانو ملاتړ وکړي، هغوی ته سیار حیواني کلینیکونه جوړ کړي، د وچکالۍ او قحطۍ پرمهال ورته حیواني خوراکه برابره کړي او ووېشي. څړځایونو کې د واښو تخم وشیندي، مالدارانو ته د حیواناتو پېرلو په برخه کې پوهاوی ورکړي.»
د مالدارۍ په برخه کې د ننګونو په اړه دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې FAO هم ۱۴۰۰ کال کې افغانستان کې د مالدارانو او کروندګرو وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې.
دغه سازمان ویلي د افغان کروندګرو او مالدارانو وضعیت ته رسېدنه باید لومړیتوبونو کې ووسي.
دې سره، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد کاظم سلاموطندار ته وویل، د مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې لپاره پر یو لړ پروګرامونو کار کوي او د همکاره موسسو په همکارۍ یې یو لړ اقدامات ترلاس لاندې نیولي دي.
«بېلا بېلو ولایتونو کې د واښو او د څړځایونو کمښت ستونزې حل لپاره مو یو لړ پلانونه طرحه کړي، دغو پروګرامونو کې له څړځایونو حفاظت، د وچو واښو او حیواني خوراکې وېشل، د نباتاتو د تخمونو په وېشلو سره د څړځایونو رامنځ ته کول، د نباتاتو د کښت ترویج او ځینې نور موارد شاملیږي. همدارنګه د همکاره موسسو په همکارۍ مو څړځایونو کې د حیواناتو لپاره د اوبو حوزونه جوړ کړي، ترڅو د ګرمۍ پرمهال حیوانانو لپاره اوبه برابرې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې د يو کرنیز هېواد په توګه پېژندل کېږي او د امريکا د نړيوالې پراختیايي ادارې (USAID) د ۲۰۱۳ کال د راپور او کرنیزو له مخې، شاوخوا ۸۰ سلنه افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
همداراز، د هېواد ۳۱ سلنه ناخالص ملي عاید له کرنیزو محصولاتو ترلاسه کېږي او د افغانستان د صادراتو لویه برخه کرنیز توکي او د څارويو محصولات جوړوي.