د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده کندهار کې قاضیانو ته په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې وینا کړې.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شیخ هبتالله اخندزاده وویل، قضاء د اسلامي نظام مهم رکن دی او د اسلامي نظام بقا په عدالت سره راځي.
هغه دغه سیمینار کې وویل، په قضاء او محاکمو سره د خلکو نفس، مال او عزت ساتل کیږي او په قضاء سره فتنې او فسادونه له مینځه ځي او عدالت تامینیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی وايي، د جهاد د اهدافو په عملي کولو کې لوی رول د محاکمو دی او محاکم به دین او اسلام احیا کوي او ټول نظام د محاکمو تر شا ولاړ دی.
شیخ هبتالله اخندازاده زیاته کړه چې قاضيان په اسلامي نظام کې لوی مسؤلیت لري، ترڅو په عدل سره په قضاوت کولو پر اسلامي نظام د خلکو باور ټينګ او د خلکو حقوق خوندي کړي.