Asset 1SWN

هند کې د الوتکې لوېدو پرمهال اووه کسان وژل شوي

6ffhjd5k_jharkhand_625x300_24_February_26

د هند په ختیځ ایالتJharkhand  «چهارکنډ» کې د یوې الوتکې د غورځېدو له امله سپاره ټول اووه کسان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، دا پېښه پرون دوشنبه، د سخت توپاني او باران (تندر او برښنا) پرمهال رامنځته شوې ده.

د Beechcraft C90  ډوله الوتکه چې د ایالت له پلازمېنې رانجي څخه پورته شوې وه. د هند د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې ویلي، الوتکې د خرابې هوا له امله د الوتنې د مسیر د بدلون غوښتنه کړې وه، خو تر دې وروسته یې له کنټرول مرکز سره اړیکه پرې شوه او له راداره هم ورکه شوه.

الوتکه د چاترا ولسوالي په یوه لرې پرته سیمه کې لوېدلې. د یادې ولسوالي مرستیالې کمېشنرې، کیرتي شري جي ویلي: «موږ ټول مړي راایستلي او د پوسټ‌مارټم او نورو پلټنو لپاره مو لېږلي دي.» هغې زیاته کړه چې پېښه د سخت توپان پرمهال شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


چارواکي وایي، په وژل شویو کې دوه د الوتکې د عملې غړي، یو ناروغ او د هغه خپلوان شامل دي. د ناروغ خپلوانو خبریالانو ته ویلي چې سنجې کمار نومې ناروغ د اورلګېدنې په پېښه کې ټپي شوی و او تر دې وړاندې یې په رانچي کې درملنه روانه وه، خو د لاښې درملنې لپاره د هوايي امبولانس له لارې لېږدول کېده.

په همدې حال کې، د هند د الوتکو پېښو د پلټنې ادارې یوې ځانګړې ډله د پېښې ځای ته استولې، څو د دې خونړۍ پېښې اصلي لاملونه وڅېړي. د هوايي چلند کارپوهان وايي، د الوتکو ډېری پېښې د څو عواملو د ګډ اغېز پایله وي او دا ډول پلټنې کېدای شي تر یو کال یا زیات وخت ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام